د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (دوشنبه) له ایران او پاکستان څخه ۱۲۷۷ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې پنځه زره او ۹۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د اسلامکلا، ورېښمو پله، بهرامچې، سپینبولدک او تورخم له لارو راستانه شوي دي.
سرچینې ویلي، چې تېره ورځ ۷۸۴ راستنې شوې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، له ۸۷۵ کورنیو سره مرسته شوې او ۸۹۴ تنو راستنو شویو ته په وړیا ډول سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.


