د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (پنجشنبه) ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵زره ۶۸۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ له پاکستان او ایران څخه د تورخم، سپنبولدک، اسلام کلا، ورېښمو پل او بهرامچې له لارې راستنې شوې دي.
تر ټولو ډېرې کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۶۰۹ تنو ته رسېږي، د تورخم له لارې هېواد ستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ ۸۶۳ کډوالې کورنۍ خپل اصلي مېنو ته لېږدول شوي او ۱۰۳۴ کورنیو سره مرستې شوې دي.


