‏د ‎کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۹۵۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې، چې د غړو شمېر یې ۵زره او ۱۰۲ کسانو ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه شمېر کډوال د تورخم، سپن بولدک، بهرامچې، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارې راستانه شوي.

‏د ‎معلوماتو له مخې، تېره ورځ ۱۰۲۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، له ۱۰۱۳ کورنیو سره مرسته شوې او پر راستنو شویو کډوالو ۶۴۶ عدده وړیا سیمکارټونه هم وېشل شوي دې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version