د کډوالو د دایمې مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، چې تېره ورځ (شنبه) په ننګرهار، لغمان، زابل، فراه، سرپل او کندوز ولایتونو کې ۱۱۸۵ راستنو شویو کورنیو ته نومرې وېشل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له پیل راهیسې ۲۰زره او ۹۷ کورنیو ته نومرې وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.


