د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د یو شمېر وزارتونو نږدې زر اداري پروسې ساده کړې دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې پر دې سربېره، تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره دولتي کارکوونکو ته د رهبرۍ، مدیریت او نورو اړوندو برخو کې د تجربه لرونکو استادانو له خوا مسلکي روزنه هم ورکړل شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې دا روزنیزه لړۍ به د اړتیا له مخې دوام ومومي.
دغه اداره وایي، د ملکي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، عادلانه ګومارنې او اداري بهیرونو د ساده کولو لپاره لا نورې هڅې هم روانې دي.