د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین وسله‌وال ملاتړي د ملکي وګړو په وژنه کې ښکېل بللي او دوی یې د ترورېزم پر ملاتړ تورن کړي دي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا تېره ورځ (جمعه) ویلي: «هغه هېوادونه چې اوکراین ته وسلې ورکوي، د ملکي وګړو په وژنه کې ښکېل او د ترورېزم ملاتړي دي.»

زاخارووا دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تازه اوکراین د روسیې خرسون ولایت کې یوه مسکوني ودانۍ په نښه او ویجاړه کړې.

تر دې وړاندې د خرسون والي ولادیمیر سالدو ویلي وو، چې د برید له امله یوه پنځه پوړیزه ودانۍ نړېدلې چې ګڼه مرګ‌ژوبله یې اړولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version