د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې تېرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو په ګډون په دغه تړانګه کې اووه نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
یاد وزارت ویلي، دې تازه شمېرو سره غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د شهیدانو شمېر ۴۱۱ تنو ته ورسېد چې له ډلې یې ۱۴۲ ماشومان دي.
ورته مهال الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې صهیونیستي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۲ فلسطینیان شهیدان او څه باندې ۳۵۰ تنه نور ټپیان کړي دي.