د افغانستان د استخباراتو ادارې لوی رئیس، مولوي عبدالحق وثیق له الجزیرې سره په مرکه کې دې پوښتنې ته چې: «په بهر کې ځینې وسلوالې جبهې اعلان شوې دي،‌ دا چاره څومره ستاسې داندېښنې لامل ده؟» په ځواب کې ویلي، چې حکومت او ولس د دې خلکو په نیتونو او ارادو ښه پوهیږي، چې غواړي د افغانستان امنیت اخلال کړي، «ولس شل کاله د دې خلکو ظلم او وحشت تجربه کړی دی، د دوی پر وړاندې له خپل نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دی.»

هغه ویلي، چې افغانستان یو امن هیواد دی، ولس یې امن خوښوي، له لسیزو وروسته افغانستان یو مرکزي حکومت لري او افغانان یې تر شا ولاړ دي.

ښاغلي وثیق، بهر مېشتو ځینو مجازي ډلو ته په اشاري ویلي، ځینې هغه لوري چې غواړي د افغانستان امنیت اخلال کړي، هغوی دې دا ناکامه ستراتیژي بیا نه تکراروي.

د استخباراتو ادارې لوی رئیس ټینګار کړی، هغه کسان چې له بهره د جګړې اعلانونه کوي، هېڅ توجه او شرعي منطق نه لري؛ «موږ به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان امنیت اخلال او افغانستان بیرته پخواني حالت ته ستون کړي.»

ښاغلي وثیق هغوی چې د افغان حکومت په مخالفت کې واقع دي، د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه ګټې اخسیتنې ته رابللي او زیاته کړ‌ې یې ده، چې ځانونه دې د پردیو په اجاره په «نیابتي جګړمارانو» بدل نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version