Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ
    تورې څېرې

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    صابر افغانصابر افغان19 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت له پرځېدو وروسته، پخواني چارواکي، چې د ملت له زوال سره نه‌بیلېدونکې اړیکه لري، ځانونه د قربانیانو او حتی د قهرمانانو په توګه معرفي کوي او په همدې لړۍ کې د ځان ښودنې هڅه هم کوي. دا هڅې، که څه هم په سطحي بڼه هېڅ ښکاري، خو په حقیقت کې د ملت پر حافظې حمله او د هېواد د تاریخ تحریف دی، دوی غواړي پر خپلو تېرو ناکامیو، فساد او خیانتونو سترګې پټې او بیا ځانونه د ولس په وړاندې د قهرمانانو په توګه معرفي کړي.

    د جمهوریت پرځېدل د همدې چارواکو د ناکامو پالیسیو، ځان‌محورۍ او ولس‌ منزوي کولو مستقیمه پایله وه. د عدالت نشتوالی، پراخ اداري فساد، قومي تعصب او پر بهرنیانو تکیه کول هغه عوامل وو چې دغه نظام یې له ولسه جدا کړ. کله چې د رژیم مشرانو د ولس پر ځای یوازې خپل جیبونه ډک کړل، نظام د ولس له زړونو ووت او نفرتونه یې په وړاندې وپارېدل.

    د پرځېدلي جمهوریت مشروعیت صوري(نمایشي) و. د ټاکنو پر مهال درغلي، د رایو پېرود، فامیلي مقررۍ او د پردیو له خوا سیاسي مداخلې د دې سبب شوې چې ولس له جمهوري رژیم زړه‌توری شي. د ځینو چارواکو لپاره قدرت یوازې یو شخصي امتیاز و، نه یو ملي مسؤلیت. خو نن همدا اشخاص هڅه کوي د ناکام جمهوریت له کنډوالو، ځان ته د اتلولۍ ماڼۍ جوړې کړي.

    همدا پخواني چارواکي، چې د ولس د پرونیو ناکامیو مسؤلیت یې پر غاړه درلوده، ځانونه د افغانستان د تاریخ له مثبتو، کارنده او قهرمانو څهرو څخه څرګندوي، دا د هېواد د پاک تاریخ تحریف دی، دوی غواړي په شعوري ډول خپله ملامتیا کتمان او ځان بې ګناه وښيي او له دې لارې بیا، بیا په افغانستان کې د شل کلنو ناخوالو پړه پر نورو واچوي.

    ولس باید درک کړي چې جمهوریت ځکه ونړېد چې بنسټونه یې کمزوري وو او دا نن چې جعلي قهرمانان ځانونه سپينوي، همدوی یې واقعي او حقیقي مسؤلین دي، دوی ته د شخصي ګټو په وړاندې اسلامي او ملي ګټې هېڅ وې او ارزښت یې نه ورکاوه. ولس باید د قهرمانانو او مفسدینو ترمنځ کرښه روښانه وساتي او بیا ځل په هغه جعلي قهرمانانو ونه غولېږي، چې له ولسه یې د شخصي ګټو د تأمین لپاره استفاده وکړه.

    افغان ولس لا هم هماغه د شلو کلونو زیانونه نه دي جبران کړي، لا هم د هغه زوال له ګردابونو نه دی راوتی، کوم چې د همدې جعلي قهرمانانو په توسط رامنځ ته شو. نن چې دوی د قهرمانۍ دعوې کوي، باید د افغان ولس له حافظې ونه وځي چې دوی د کومو فاجعو مسؤلین وو. جعلي اتلان باید افشاء شي، د ولس حافظه باید له تحریف څخه وساتل شي. نوي او راتلونکي نسل ته د دروغو په ځای حقیقت وړاندې او اګاه شي، ترڅو بیا د افغانستان پر مجاهد پروره خاوره جعلي اتلان، خائنین او مفسدین واک ته پرېنږدي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده
    راتلونکي مقاله روسیې تېره شپه د سلګونه ډرون الوتکو او توغندیو پر مټ اوکرایني اهداف ویشتي

    مربوطه لیکنې

    د پرون ناکام چارواکي، د بایللي سهار په لټون کې

    7 سپتمبر 2025

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    د اسلام آباد په ناسته کې د مقاومت شوری رول

    3 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 سپتمبر 2025

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    ‏له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي او…

    غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۳۸۷ تنو ته لوړ شوی

    8 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 سپتمبر 2025

    غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۳۸۷ تنو ته لوړ شوی

    8 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،020 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،961 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،991 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.