جیف بیزوس ایلان ماسک ته په ماتې ورکولو سره د نړۍ تر ټولو بډایه کس مقام خپل کړی دی.

د “بلومبرګ” د راپور پر اساس د امازون شرکت رئیس “جیف بیزوس”د تسلا شرکت مشر “ایلان ماسک” ته په ماتې ورکولو سره د نړۍ تر ټولو بډایه کس پېژندل شوی دی.

د بلومبرګ د راپور له مخې، چې اوس جیف خالصه شتمني ۲۰۰ میلیارد ډالره ده او ایلان ماسک له نهو میاشتو وروسته خپل موقف له لاسه ورکړی دی.

ایلان مسک د ۱۹۸ میلیارد ډالرو په لرلو سره دویم او فرانسوی برنارد ارنو د ۱۹۷ میلیاردو ډالرو په لرلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې جیف له ۲۰۲۱ کال وروسته د بلومبرګ د ملیاردرانو په سل‌کسیز فهرست کې ځای نیسي.

جیف خپله ډېره شتمني په ۱۹۹۴ کې د امازون شرکت له جوړولو وروسته ترلاسه کړې ده.

د ویلو ده، چې ایلن ماسک د ټولنیزې شبکې ایکس (X) مشر هم دی.

د نړۍ ور اخوا بیا په اسیا کې تر ټولو شتمن کس “مکېش امباني” د هند هېواد وګړی دی، چې ټولټال خالصه شتمني یې ۱۱۵ میلیارده امریکایي ډالره ښودل شوېده.

نوموړی د نړۍ د بډایه اشخاصو په لړ کې لسم مقام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version