حماس اسلامي غورځنګ، صهیونیستي رژیم د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون په پلي کولو کې پر ځنډ کولو تورن کړی او ویلي یې دي چې، صهیونیستي ځواکونه نه یواځې دا چې تړون ته ژمن نهدي، بلکې د یاد تړون پر وړاندې یې ځینې خنډونه هم رامنځته کړي دي.
حماس غورځنګ د صهیونیستي رژیم لهخوا د «الرشید» سړک بندول او د هغو کسانو مخنیوی چې غواړي د غزې شمال ته بېرته ستانه شي د بېلګې په توګه یاد کړي دي.
حماس اسلامي غورځنګ زیاته کړې ده چې، دا کړنې د تړون پر وړاندې جدي ستونزې جوړوي او د هغه توافق عملي کېدل پیچلي کوي چې د بندیانو د تبادلې لپاره شوی و.
یاد غورځنګ وړاندې ویلي، که چیرې د تړون په پلي کولو کې ځنډ یا خنډ رامنځته شي، نو مسئولیت به یې د صهیونیستي رژیم پر غاړه وي. دوی وایي چې که د اوربند تړون شرایط پلي نه شي، نو دغه خنډونه به نه یواځې د یو بدې پایلې سبب شي، بلکې د اوربند د پاتې پړاوونو لپاره به هم ستونزې رامنځته کړي. حماس وړاندې ویلي چې اوربند تړون پر وړاندې هر ډول ځنډ یا تېروتنه به په ټول تړون او د بندیانو د تبادلې پر پروسې اغیزه وکړي.