د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائیلي رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ لخوا نیول شوی، امریکايي-اسرائيلي تبعه الکساندر اېډن د سره صلیب نړیوال سازمان استازو ته سپارل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د نوموړي د سپارلو مراسم له رسنیز پوښښ پرته ترسره شوي دي.

سرچینې همداراز لیکلي، چې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف وېټکاف د نوموړي د هرکلي لپاره د صهیونیستي رژیم «رعیم» پوځي هډې ته تللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version