حماس غورځنګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائیل له لوري پر قطر ترسره شوی برید غندلی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې د دوی مذاکراتي پلاوي غړو د ترور هڅه ناکامه شوې او یوازې پنځه غړي یې شهیدان شوي دي.

دوی دا برید یو جنایت، د قطر پر حاکمیت تېری او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

حماس غورځنګ ټینګار کړی، چې دغه بريد څرګندوي چې د نتنياهو حکومت د سولې له هر ډول موافقې سره مخالفت لري او هڅه کوي روانې هڅې سبوتاژ کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version