د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سېسټم تائید او د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
اقتصادي معاونیت وایي، چې د دې سېسټم په تطبیق سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت به رامنځته کولو، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی وشي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې سېسټم پر مټ به د دقیقو ارقامو او حساب ورکونې اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ په لور به اساسي ګام واخیستل شي.
اقتصادي معاونیت د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې په دغه سېسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
