د راپورونو له‌مخې، د حماس اسلامي غورځنګ تېره شپه په ځایي وخت لس بجې د دوه نورو صهیونیستي اتباعو جسدونه په تابوتونو کې صهیونیستي رژیم ته ور سپارلي دي.

راپور کاږي، د شوې هوکړې له مخې، تر اوسه د ۲۸ وژل شویو صهیونیستي اتباعو له ډلې د ۱۲ هغو مړي یاد رژیم ته سپارل شوي دي.

ورته مهال صهیونیستي رژیم وایي، له مصر تړلې د غزې رفح لار به تر هغې تړلې وي تر څو حماس پاتې مړي وسپاري.

یاده لاره غزې تړانګې ته د بشري مرستو او نورو مرستندویه توکو د لېږد لپاره مهمه بلل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version