د سوریې کورنیو چارو وزارت وايي، چې د سوریې درېیو پخوانیو پیلوټانو اعتراف کړی چې د بمباریو امرونه په مستقیم ډول د ولسمشر بشار الاسد لخوا ورکول کېدل.

پيلوټانو ويلي، چې دوی د اسد‌ له ویرې پر ملکي سیمو باندې ړندې بمبارۍ کولې.

هغوی اعتراف کړی، چې یو وار داسې لوی بمونه ورکړل شول چې دوی یې په اړه معلومات نه درلودل، خو له برید وروسته رسنیو د کیمیاوي موادو کارولو او د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۱۴۰۰ څخه د ډېر کسانو وژلو خبر ورکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version