حماس غورځنګ په يوه اعلاميه کې د اوربند له منځګړو هېوادونو غوښتي، چې د اوربند د تړون د پاتې مواردو د پلي کېدو څارنه وکړي او د پلي کولو لپاره یې پر اسرائیل فشار راوړي.

حماس ټينګار کړی، چې د رفح دروازه دې دواړو خواوو ته خلاصه وساتل شي څو اړینې مرستې ورسېږي او د ورانو شويو کورونو، روغتونونو، ښوونځيو او عامه تاسیساتو د بیارغونې کار دې ژر پيل شي.

په اعلاميه کې ټینګار شوی، چې د غزې د اداره کولو لپاره دې د ملي اجماع له مخې د خپلواکو شخصیتونو ګډه ټولنه ژر کار پیل کړي او د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل دې ترسره شي.

په پای کې حماس له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د جګړې مجرمین محاکمه کړي، د اشغال پر ضد د پرېکون او فشار هڅې جاري وساتي او د اسرائیلي رژیم د مشرانو د نړیوالې انزوا هڅې‌ لا پیاوړې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version