د افغان حکومت رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټیلیفوني خبرې کړې.

د حکومت مرستیال ویاند، حمد الله فطرت وایي، دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم پر نقض خبرې وشوې.

د نوموړي په وینا ملا محمد حسن اخند ویلي، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په سر کې هم پاکستانی لوری د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

د هیواد رئیس الوزراء زیاته کړې، چې د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې پاکستاني لوري سره خبرې کېږي‏ او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.

له بل لوري د مالیزیا لومړي وزیر د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو پر پیل خوښي ښودلې، د ډیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار کړی او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version