Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»حنفي: هڅه کوو چې افغان ځوانانو ته د تخصصي زده‌کړو لپاره د دوکتورا برخې هم فعاله کړو
    افغانستان

    حنفي: هڅه کوو چې افغان ځوانانو ته د تخصصي زده‌کړو لپاره د دوکتورا برخې هم فعاله کړو

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روان ۱۴۰۳ل کال د کانکور ازموینې غوره زده‌کوونکو د ستاینې په پروگرام کې ویلي، چې هڅه کوي په هېواد کې افغان ځوانانو ته د زده‌کړو بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي حنفي یادو زده‌کوونکو ته ویلي، اوس د هېواد د ابادۍ او پرمختگ وخت رارسېدلی او د افغانستان راتلونکی تاسو پورې اړه لري.: «خوښ يوو چې زموږ ځوانانو هم په اسلامي تعليماتو او هم په عمومي تعليماتو کې د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره افغان ملت ته وياړونه په برخه کړل، له همدې وجې دغو ځوانانو، د هغوی محترمو کورنيو، استادانو، د ازموينې ملي ادارې مسوولينو او ټولو هغو کسانو ته چې د هېواد د اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې سهيم دي، مبارکي وايو.»

    د خبرپاڼې له مخې، نوموړي یادو زده‌کوونکو ته ویلي چې اوس‌مهال په هېواد کې بشپړ امن دی او د همدغه امن له برکته دې ځوانان هېواد د پرمختگ په لوري روان کړي.: «موږ په ټولو برخو کې متخصصينو ته اړتيا لرو او هيله ده چې په راتلونکې کې ستاسو له منځه علماء، پوهان، ډاکتران، انجينران، حقوقپوهان، اقتصادپوهان او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې شي.»

    ښاغلي حنفي یادو زده‌کوونکو ته ویلي، حکومت هڅه کوي چې د هېواد د پوهنتونونو په بېلابېلو تحصیلي څانگونو کې د دوکتورا برنامې فعاله کړو؛ څو زموږ ځوانان وکولی شي په کور دننه خپلو تخصصي زده‌کړو ته دوام ورکړي.: «اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد اولادونه په صحيح او سمه توگه زده‌کړې وکړي او زموږ گران هېواد او خلکو ته گټور ثابت شي.»

    د سږني کانکور ممتاز زده‌کوونکي تر دې مهاله د بېلابېلو ادارو له لوري ستایل شوي دي او ژمنه ورکړل شوې چې زده‌کوونکو او محصلانو ته به په هېواد کې د زده‌کړو ښه زمینه برابروي.

    مخکینۍ مقالهتېره میاشت هېواد ته ۲ زره او ۶۰۰ بهرنیو وگړو تگ‌راتگ کړی
    راتلونکي مقاله بغلان کې ۸ لرغونې سیمې کشف شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د لوګر د ابچکان‌ دښتې څه کم پنځه نيم زره جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوه

    23 اکتوبر 2025

    د نورستان له کانونو ترلاسه شوي ۲۵۰ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوي

    23 اکتوبر 2025

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    22 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 اکتوبر 2025

    د لوګر د ابچکان‌ دښتې څه کم پنځه نيم زره جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوه

    عدليې وزارت وايي، د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې…

    د نورستان له کانونو ترلاسه شوي ۲۵۰ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوي

    23 اکتوبر 2025

    د حماس غورځنګ وياند حازم قاسم: د حماس وسلې د فلسطيني ولس د دفاع قانوني حق دی، اصلي ستونزه د دښمن په وسلو کې ده، چې د غزې خلک یې وژلي دي

    23 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لوګر د ابچکان‌ دښتې څه کم پنځه نيم زره جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوه

    23 اکتوبر 2025

    د نورستان له کانونو ترلاسه شوي ۲۵۰ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوي

    23 اکتوبر 2025

    د حماس غورځنګ وياند حازم قاسم: د حماس وسلې د فلسطيني ولس د دفاع قانوني حق دی، اصلي ستونزه د دښمن په وسلو کې ده، چې د غزې خلک یې وژلي دي

    23 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،007 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،056 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.