وکالة شهادة الاخباریه رسنۍ راپور ورکړی، چې ختیځه افریقا کې د القاعدې پوځي څانګې «حرکة الشباب المجاهدین» د سومالیا بايي ولایت کې نهه تنه امریکا او سومالیا ته د جاسوسۍ په تور وژلي.

راپور کې راغلي، چې یادو کسانو به امریکايي او سومالیایي استخباراتو ته د القاعدې ځواکونو جاسوسي کوله او د الشباب د مشرانو په «ترور» کې ښکېل وو.

په ورته مهال د یاد غورځنګ بلې پوځي څانګې، «جماعة نصرة الاسلام والمسلمین» بورکینا، نایجر، او مالي هېوادونو کې پر پوځ او حکومتي ملېشو شپږ بریدونه ترسره کړي.

الاذذلاقة رسنۍ راپور ورکړی، چې دغو بریدونو کې۱۰ تنه وژل شوي، تر ۴ ډېر ټپیان او زیات شمېر مهمات یې هم د القاعدې پوځي څانګې لاسته لوېدلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version