د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د ياد وزارت سرپرست وزير خلیفه سراج‌الدین حقاني او بېلابېلو مرستيالانو د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزير بختیار سعیدوف، د دې هېواد د ټرانسپورټ وزیر الهام، او ورسره راغلي پلاوي سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

د خبر پاڼې له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درې‌اړخیزې توافق‌نامې د لاسلیک جزئیات شریک کړل او د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړه.

نوموړي د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختيا، د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ پر ژورتیا ټينګار کړی او په وينا یې هېواد یې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو آزادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې له مخې خلیفه سراج‌الدین حقاني د راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او د ازبکستان د نیک نیت، رغنده همکارۍ، او د افغان ملت سره د ورورۍ پر روحیې له مننې سربېره یې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې پرمختګ وستایه او هیله یې وښوده چې دا پروژه به د یادو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم برمختګ وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version