د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ پلاوي په حیرتان ښارګوټي کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال حکمتالله رحمتوف او مل پلاوي سره کتنه کې د حیرتان بندر د خدمتونو پر ۲۴ ساعته کولو هوکړه کړې دي.
د مسوولینو په خبره له دې سره به د ترانسپورتي خدمتونو زیاتوالي، لابراتواري خدمتونو ته اسانه لاسرسي او د انتقالاتو پراختیا په ګډون په ځینو نورو برخو کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.
مسوولینو دغه راز ویلي، چې له دې سره به د انتقالاتي واګونونو شمېر له ۱۳۰ څخه ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې لوړ شي.
دواړو خواوو د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد پر اهمیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی.
