
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، کابل کې د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغان کډوالو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، د روږدو د درملنې او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.