Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»خواجه آصف د پاکستان که د هند دفاع وزیر!؟
    لیکني

    خواجه آصف د پاکستان که د هند دفاع وزیر!؟

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په پاکستان کې سیاست تل د جنجالونو او د سیاستوالو د عجیبو او غریبو دریځونو سره مل دی. یو له دې جنجالي شخصیتونو څخه د پاکستان دفاع وزیر(خواجه آصف) دی، په دې وروستیو کې د سلطان محمود غزنوي په اړه د نوموړي څرګندونې نه یوازې کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول، بلکې د دې لامل شوې چې د خپل هېواد سیاست هم تر پوښتنې لاندې راولي.

    سلطان محمود غزنوي چې په «بت شکن» سره شهرت لري، د اسلامي تاریخ له مخکښو شخصیتونو او په سیمه کې د اسلام د خپرولو له رهبرانو څخه ګڼل کېږي. هغه نه یوازې پراخې پوځي فتحو ویاړ په غاړ لري، بلکې د اسلام سپېڅلې دین یې د آسیا بیلابېلو برخو ته خپور کړ. د سومنات فتحه او د هغه مشهورې بت‌ خانې له منځه وړل یې له مهمو کارنامو څخه دي، چې د اسلام په تاریخ کې د بت لمانځنې پر وړاندې د مبارزې د یوې روښانه نکتې په توګه ثبت شوې.

    په ورته وخت کې د سلطان محمود ثقافتي او تمدني رول هم له پوځي فتحو څخه لوړ و. هغه د سوېلي آسیا د یوې ځواکمنې اسلامي امپراتورۍ بنسټګر و، چې د ابوریحان بیروني او فردوسي په څېر د پوهانو په ملاتړ سره یې د اسلامي تاریخ لپاره علمي او کلتوري میراث پرېښود. ډېری تاریخ‌ پوهانو لکه بیهقي او گرديزي، سلطان محمود د یوه دیندار، عادل او د دین ساتونکي رهبر په توګه یاد کړی دی.

    د خواجه آصف د څرګندونو شاته پرتې موخې:

    ۱. د افغانستان پر وړاندې سیاسي تګلاره
    یو هغه دلیل چې د خواجه آصف د څرګندونو لپاره وړاندې کولای شو، د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاریخي او سیاسي ستونزې دي. غزنوي د یوه افغان شخصیت په توګه د افغانستان قدرت او ویاړ یو نښه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سیاسي جنجالونو ته په پام، داسې ښکاري چې آصف د غزنوي پر شخصیت ددې لپاره برید کوي تر څو د افغانانو ملي احساسات هدف وګرزوي او په سیمه کې یې موقف کمزوری کړي.

    ۲. له اسلام پالو او د اسلام له فاتحانو سره دښمني
    خواجه آصف ښايي د خپلې کورنۍ د تاریخي مخینې له امله چې ویل کېږي د هند له ټیټې طبقې څخه وه، د غزنوي په څېر شخصیتونو په تړاو منفي نظر ولري، ځکه چې غزنوي بت‌ پرستي وځپله او هندوان یې مات کړل.

    د خواجه آصف څرګندونې ددې ښکارندویي کوي چې له اسلامي تاریخ او د سلطان محمود له تمدني مقام څخه ناخبره دی، ښایي د عمران خان هغه څرګندونې به د ده واکمن حزب په اړه سمې وې چې ویل یې دی او ډله یې بې سواده ده، د علم او تاریخ په اړه مالومات نلري.
    له شک پرته دا د خواشینۍ ځای دی چې د یوه اسلامي هېواد د دفاع وزیر په توګه یو څوک داسې تاریخي شخصیتونه تحریفوي او هڅه کوي چې هغوی په ناسمو روایتونو کې ځای کړي؛ په داسې حال کې چې خپله د پاکستان هېواد د سلطان محمود له لاسته راوړنو ګټه پورته کړې او حتی خپل دفاعي توغندي یې د دې ستر شخصیت په نوم ښایسته کړې دي. که فرض کړو چې سلطان محمود غزنوي غاصب و، نو ستاسو هېواد یې ولې په نوم توغندی جوړ کړی دی؟ آیا د هند د نیواک لپاره یې جوړ کړی؟ که نه، نو ولې د توغندي نوم له «غزنوي» څخه «خواجه آصف»‍ ته نه بدلوي؟

    ۳. د خواجه آصف په ژوند کې فساد، لوټماري او غلا

    داسې یو څوک چې د اسلامي تاریخ یو تاریخي او د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو د تائید وړ شخصیت «غل» او «غاصب» بولي، په خپله بیا په سیاسي ژوند کې په غلا او فساد مشهور وي. په دومره توپیر چې خواجه آصف د خپل هېواد سرچینې غلا کوي او د نورو د ابادۍ لپاره یې کاروي، په داسې حال کې چې غزنوي له نورو هېوادونو څخه غنیمتونه راوړل او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره یې کارول، کوم چې آصف یې غلا بولي.

    هغه په تېر کې د هېواد له منابعو حخه ناوړه ګټه پورته کړې او بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلی و، خو کله چې بېرته پاکستان ته راستون شو، بیا یې هماغه لاره تعقیب کړه. هغه کسان چې پخپله په فساد او غلا کې لتاړ وي، څنګه کولای شي د نورو په ځانګړې توګه د تاریخي شخصیتونو په اړه څرګندونې وکړي؟

    ۴. د آصف په نظریه کې سیالکوټ میراث او د هندي تابه اغېزې
    خواجه آصف چې نیکونه یې له هندي ټیټو طبقو څخه وو او د ټولنیزو شرایطو له امله مجبور شول مسلمان شي، ښايي د سیالکوټ د میراث او هندي فرهنګ له امله د غزنوي په څېر د اسلام د فاتحانو په تړاو چې د اسلام د پراختیا سمبول ګڼل کیږي؛ منفي نظر ولري.

    ۵. په هند کې د هندو ډلو اغېزې
    د هندو ملي ګوندونه لکه بي جې، پي (BJP) او آر‌اس‌ اس (RSS) د هند په سیاستونو او فرهنګ کې ډېر نفوذ لري. دا ډلې معمولاً له اسلام‌ سره په ضد او د مسلمانانو پر وړاندې په کرکې خپرولو باندې پېژندل کیږي. خواجه آصف له دې نظر سره د هند او یادو ګوندونو په ګټه خبرې کړې دي. په داسې حال کې چې د پاکستان سیاست تل د هند پر وړاندې دښمنۍ او سیالۍ دې، ریښتیا خواجه آصف د پاکستان وزیر دی او که د هند؟!

    دې اسلام‌ ضد څرګندونو د پاکستان مسلمانان هم بې اغیزې ندي پرېښي. دوی په پراخو غونډو او مظاهرو سره د خواجه آصف د استعفا او له خپلو خبرو څخه د شاتګ غوښتنه وکړه. ډېرو خلکو دا څرګندونې د اسلامي تاریخ او د هغې د مخکښو شخصیتونو سپکاوی ګنلی دی. د پاکستان د سیاستوال دا له عقل لیرې څرګندونو، د پاکستان سیاست ته هم چې همېشه د اسلام باټه ولي، ضربه ورکړی

    د سلطان محمود غزنوي په اړه د خواجه آصف څرګندونو نه یوازې د سیمې اسلامي تاریخ او میراث په نښه کړي، بلکې د خلکو د ملي او مذهبي احساساتو د پارونې لامل هم شوي دي. سلطان محمود له ملي او قومي پولو ور هاخوا، په اسلامي امت پورې تړاو لري، د اسلامي یووالي، د مظلومانو دفاع او د عدالت خپرېدو یوه نښه ګڼل کیږي. موږ مسؤلیت لرو چې دا تاریخي حقایق راتلونکو نسلونو ته ولېږدوو او اجازه ور نه کړو چې داسې ناسم روایتونه زموږ تمدني او اسلامي ارزښتونه داغداره او زیانمن کړي.

    یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان طالبانو غورځنګ خواجه اصف ته: د شرم ځای دی چې دفاع وزير د خپل دفاعي سيستم په اړه معلومات نلري
    راتلونکي مقاله د خواجه آصف څرګندونې؛ له تاریخي واقعیتونو بې خبري او د انګرېزي روایتونو زمزمې!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.