Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»خواجه آصف د څه په لټه کې دی!؟
    لیکني

    خواجه آصف د څه په لټه کې دی!؟

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    سلطان محمود غزنوي رحمه الله د یو اسلامي لښکر مشري کړې، د مظلومو ولسونو، په ځانګړې توګه مسلمانانو د نجات او ازآدۍ لپاره یې واقعي هڅې کړې دي، د اسلامي واکمنۍ د پراخېدو لپاره نوموړي له افغانستانه د فتحو لړۍ پیل کړې وه او ستر ویاړونه یې خپل کړي دي.

    د سلطان محمود غزنوي امپراتوري د مسلمانانو د واکمنیو په لړ کې خورا تاریخي ارزښت لري، د امپراتورۍ ختیځ حدود یې له شمالي هند(ګنګا سیند حوزې) څخه پیل، په لویدیځ حدودو کې تر فارس او خراسان پورې، په شمالي حدودو کې تر منځنۍ آسیا(سمرقند او بخارا) او په جنوبي حدودو کې تر پنجاب او ګجرات پورې غځېدلي وو او دغه سیمې یې تر واک لاندې یې راوستلي وې، په یادو سیمو کې د اسلامي تمدن د خپرېدو دغه زرینه دوره د همدې سلطان، بت ماتونکي او فاتح په واکمنۍ کې تېره شوې ده.

    د سلطان محمود غزنوي تر ټولو ستره جګړه د سومنات په نوم یادېږي؛ نوموړي ته معلومات رسېدلي وو چې د سومنات په ښار کې تر ټولو لویه بت خانه ده، له همدې امله یې درې سوه زره عسکرو له ملتان او اجمیر څخه پر سومنات برید وکړ، دا چې هندیانو ته یې ارزښت درلود، سخت مقاومت یې وکړ، خو مقاومت یې مات او اسلامي لښکرې بریالۍ شوې، سلطان محمود غزنوي د سومنات بت مات کړ، په دې سره یې د بت ماتونکي لقب یووړ او د بت خانې قیمتي ډبرې یې د خپلې واکمنۍ مرکز ته را انتقال کړې.

    هندي تاریخ لیکونکي کټ – مټ لکه خواجه آصف، سلطان محمود غزنوي یرغلګر او لوټمار نوموي او په څرګندو ټکو یې په تاریخي کتابونو کې د نوموړي تاریخي واقعاتو ته له منفي زاویې کتلي دي؛ خو سلطان محمود غزنوي رحمه الله د مسلمان اُمت لپاره یو اتل او د جهادي بریاوو سمبول دی، د هغه تاریخي جګړې، په ځانګړې توګه د سومنات بت له منځه وړل په اسلامي تاریخ کې د بت پرستۍ په وړاندې د مبارزې بېلګه ګڼي.

    د پاکستان او هندوستان د خونړیو جګړو، د پاکستان د ستري ماتې او لسیزو پټو او ښکاره کړکېچونو له امله د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې خړې پړې دي، پاکستان همېشه هڅه کړې چې له هند سره اړیکې ښې کړي، خو دغه اړیکې تنها هغه وخت ښه کولای شي چې په داخلي او بهرني سیاست کې د هند ملاتړ وکړي او ځان له بېلابیلو اړخونو نږدې وښيي.

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان د کورني ثبات، له هند سره د بهرني سیاست په برخه کې د پرمختګ او د سلطان محمود غزنوي په جګړو کې د ځپل شویو هندیانو د رضایت لپاره داسې ګستاخانه او له تاریخي واقعیته لیري څرګندونې کوي.

    خواجه آصف سطان محمود غزنوي رحمه الله د یو اتل په توګه نه پېژني، خو د خپلې ادعا په خلاف یې بیا پر خپلو دفاعي مزایلو د محمود غزنوي نوم ایښی ده. خواجه آصف وښودل چې یا خو له تاریخي واقعیتونو نا خبره دی، یا هم له هند سره د اړیکو ښه کولو په هدف ډیپلوماټیکه چاپلوسي کوي.

    سلطان محمود غزنوي نه تنها د افغانستان او اسیا، بلکې د ټول مسلمان اُمت لپاره ویاړمن شخصیت لري، د هغه په اړه ګستاخانه څرګندونې د ټولو مسلمانانو لپاره حساسیت پارونکې دي، چې په پایله کې یې پاکستاني سیاستوال او چارواکي نور هم حیثیت له لاسه ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امرالله صالح کاذب او بې اغېزي شخصیت
    راتلونکي مقاله امنیتي ځواکونو کندوز کې د نقلیه وسایطو د غلو لس کسیزه ډله نیولې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.