د خوست امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې، له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو په خوست مرکز اړوند مردیخېلو سیمه کې د یو کشفي راپور پر اساس د نشهیي توکو دوه مشهور قاچاق کوونکي له یو میل کلاشینکوف وسلې سره نیولي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو سره شاوخوا دوه کیلو ګرامه چرس، ۶۰۰ ګرامه شیشه، ۱۴۳ ګرامه تاریاک، ۲۰ ګرامه هیروئین او ۷۷۸ نشهیي ګولۍ هم نیول شوي دي.