شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د خوست امنیه قوماندانۍ د اطفایې منسوبینو نن پنجشنبه، (د چنګاښ، ۱۲مه) خوست ښار کې د تیلو په یوه پمپ کې اورلګېدنې ته رسیدنه کړې او د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په ارزښت د مالي زیان اوښتو مخه یې نیولې.د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اور لګیدنې یادې پېښې یو اندازه مالي زیان اړولی او نور ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.د خوست امنیه قوماندانۍ وړاندې له ټولو خوست مېشتو څخه غوښتنه کړې، چې د تېلو پمپونو، ګازو ډیپوګانو او ورته حساسو ځایونو کې د اور وژنې تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې کړي4 دسمبر 2025