شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د خوست ولایت مقام ویاند، مستففر ګربز پر خپل اېکس لیکلي، چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال شاوخوا پنځه زره ټنه د جلغوزیو حاصل ترلاسه شوي و، خو سږ کال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.په خبره یې، سربېره پردې د جلغوزيو سږني حاصلات نه یوازې په کمیت کې زیات دي، بلکې کیفیت یې هم د تېر کال په پرتله ښه شوي دي.د ګربز په خبره، اوس مهال د خوست جلغوزي یوازې چین او پاکستان ته صادریږي؛ خو هڅې روانې دي څو د صادراتو لړۍ نورو نړیوالو بازارونو ته هم وغځېږي.
نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه26 سپتمبر 2026