‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د خوست په موسی‌ خیلو ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ ۹۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د یاد وزارت په وینا، د دغې دښمنۍ په پایله کې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی او دواړو لوریو ته پکې درانه مالي زیانونه هم اوښتي و.

‏د روغې جوړې مراسمو کې دواړو خواوو په بشپړ رضايت سره يو بل ته بخښنه کړې او د ورورولۍ، سولې او ګډ ژوند ژمنه يې کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version