د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د خوست د گربز ولسوالۍ اړوند د ليژې کلي ذخیروي بند چارې پیل شوې.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه بند په جوړېد ۹.۴ مېلیونه افغانۍ لگښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې گڼو خلکو ته د کرکېلې لپاره اوبه برابرې شي.
یاد وزارت ډاډ ورکړی چې د دغه بند د جوړېدو چارې به له نږدې څاري او په غوره کیفیت او معیاري ډول به جوړېږي.: «دغه ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لگښت سره د ۴۵ متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول ۱۲.۳۷ متره په لوړوالي، په تهداب کې د ۲۹.۸۰ متره او په سر کې د ۴ متره په سور سره جوړېږي، چې د ۱.۲ کیلومتره د اوبو ځایولو سیمې په لرلو سره به د ۹۷۰۰۰ متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري، په کلني ډول به شاوخوا د ۱۱۰۰۰۰ متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي او ۲۵ هکتاره کرنیزه ځمکه به هم د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندي او د سیمې گڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
تېره میاشت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، په پام کې لري چې د هېواد په گڼو سیمو کې کوچني چیکډیمونه جوړ کړي، چې هم به د وچکالۍ مخه پرې ونیول شي او هم به بزگرانو ته اوبه برابرې کړې.
که څه هم په سږني ژمي کې په کافي اندازه واورې او ورښتونه وشول، خو د اوبو چارو کارپوهان وايي، افغانستان لا هم د سختې وچکالۍ له خطر څخه وتلی نه دی.