Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سپین بولدک ـ چمن لار د تګ او راتګ په موخه پرانېستل شوه
    افغانستان

    د سپین بولدک ـ چمن لار د تګ او راتګ په موخه پرانېستل شوه

    صابر افغانصابر افغان6 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې د چمن – سپین بولدک لار د څه باندې درېیو میاشتو تړل کېدو وروسته د سوداګرو او پرلت کوونکو ترمنځ د خبرو په پایله کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د سوداګرۍ او ترانزیټ پرمخ پرانېستل شوې ده.

    د دغې خونې یو تن چارواکي خان جان الکوزي د سه شنبې په ورځ د کب ۱۵ مه رسنیو ته وویل، چې دا لار په چمن کې د ولسي پرلت کوونکو سره د سوداګرو او د سیمې د اوسېدونکو د خبرو او هڅو په پایله کې پرانېستل شوې ده.

    الکوزي وویل: “د سوداګرۍ خونه خوشاله ده، چې په چمن کې ولسونو زمونږ خبرو او وړاندیزونو ته لبیک ووایه، د دې لپاره، چې وخت تېر شو او مونږ زیات زیان ولېد، د کندهار د انارو، میوو او سبزۍ درې میاشتې موسم و، له کراچۍ زمونږ کانټینرونه راغلي و، درې میاشتې پاتې شو ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې یې خاک پولي ورکړه”نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني سوداګرو هم خورا زیات مالي زیان لېدلی دی، لامل یې هم د چمن په لار د دغه هېواد ترانسپورټ فلج کیدل و او منځنۍ اسیا ته د پاکستان ترانزیټ نه رسېدل یاد شويدي.

    هغه وویل، چې دا لار دوه ورځې دمخه پرانېستل شوې او په لار د تګ راتګ پر مهال ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده، خو لار پرانیستې ده او تر اوسه کوم مشکل نه دی پیښ شوی.

    د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د پریکړې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له لومړۍ ورځې وروسته به دغه هېواد ته د پاسپورت او ویزې پرته هیڅ افغان ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

    د پاکستان حکومت د “یو سند” د کړنلارې هدف دغه هېواد ته د تروریستانو او قاچاقبرانو د ننوتلو مخنېوی ښودلی و؛ نو په همدې موخه د پاکستان حکومت د دې پرېکړې د مخالفت په موخه د چمن – سپین بولدک پر لار زرګونو اوسېدونکو پرلت پیل کړ او دا لار یې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله.

    په چمن کې پرلت کوونکو د پاکستان له حکومت غوښتل، چې پر دغه لار دې د پخوا په څېر د پاسپورت او ویزې پرته د تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

    د پاکستان د حکومت د دغې پریکړې دمخه، پر دغه لار هره ورځ شاوخوا ۱۵ زرو پورې کسانو د پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کاوه.

    دغو کسانو د سپین بولدک د وېش بازار ته مالونه انتقالول، چې ددغې سیمې اوسیدونکو لپاره د عاید د ترلاسه کولو یوه ښه منبع وه.

    د افغان حکومت هم د پاکستان د حکومت د “یو سند” د کړنلارې سره مخالفت ښودلی و او د پاکستان څخه یې د پخوا په څېر پر دغې لارې د پاسپورټ او ویزې پرته د خلکو په تګ راتګ باندې ټینګار کړی و.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د نړۍ د نورو برخو په څېر پاکستان هم غواړي، چې دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان سره د تګ راتګ په برخه کې هم تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پر اساس ترسره شي.

    مخکینۍ مقالههرات: د ترافیکو مدیریت سږکال ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
    راتلونکي مقاله خوست کې د لیژې کلي د ذخیروي بند چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 3 اکتوبر 2026

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    د تش په نوم مقاومت جبهې، د فرهنګي چارو مسؤل او د دې جبهې دننه…

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    3 اکتوبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.