د خوست ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې خوست کې یې د يوه سياحتي شرکت رييس او دوه کارکوونکي د دوبۍ هېواد د جعلي وېزو په جوړولو او همدارنګه د جعلي پاسپورټونو د قاچاق په تور نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې کام اېر هوايي شرکت ته د اماراتو د حکومت له لوري د جعلي وېزې لرونکي شخص د لېږد په تړاو اخطاریه ورکړل شوې وه او د خوست له هوایي ډګر څخه د پروازونو نه منلو ګواښ یې کړی وو.

خبرپاڼه کې راغلي چې کشفي پولیسو له دې خبرتيا وروسته د دغې جعل کارۍ په تړاو څېړنو کې وموندله چې د الخلیج سیاحتي شرکت له لوري ورته جعلي وېزه ترتيب شوې وه، او په همدې اساس یې د ياد شرکت مسؤلين او کارکوونکي ونيول.

پولیسو همدارنګه په خپلو څېړنو کې له دغه شرکت او د شرکت د رییس له کور څخه ګڼ جعلي پاسپورټونه، د پاکستان وېزې او پاسپورټونه، پاکستان ته د تګ راتګ جعلي ټاپې او اروپا ته د قاچاق په موخه خلکو ته جوړ کړي جعلي پاسپورټونه هم ترلاسه کړي دي.

د خبرپانې پر بنسټ تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم د دې شرکت دوه نور کارکوونکي د پولیسو له لوري هغه مهال نيول شوي وو، چې په بوټونو کې یې ۴ جعلي پاکستاني پاسپورټونه هوایي ډګر ته تېرول.

ویل کېږي د دغه شرکت فعالیت د حکومت له لوري ځنډول شوی دی او پاتې تورن کسان تر څار لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version