شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د خوست ولایت وياند مستغفر ګربز وايي، د ياد ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د تطبیق کمېټې په اوونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به ډاکټران ناروغانو ته راز لرونکې یا نه لوستل کېدونکې شِفري نسخې نه لیکي.سرچينه وايي، ياده پرېکړه د مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشرۍ د بېلابېلو امارتي ادارو د استازو او عامې روغتيا د رئيس په شتون کې شوې او ولایتي مسؤولینو ویلي، چې دا ډول نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل کېږي، بلکې درمل پلورونکي ترې ناوړه استفاده کوي.د ښاغلي ګربز په خبره، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه کمېټې به د روغتیایي مرکزونو پر چارو څارنه کوي او د پټ رمز لرونکو نسخو له لیکلو به مخنیوی کوي.
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تر ۳۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي3 مارچ 2026
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب، څلور عسکر یې هلاک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي3 مارچ 2026