د خوست ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي، په دغو پروژو کې د کانالونو، سربندونو، پاکو اوبو ذخیرو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.

د يادو پروژو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version