د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې سیمه کې ۱۳ سوه او ۹۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د وزارت په وینا، دغه پرېکړه د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې له لورې د یادو سیمو د دوه زره او ۱۶۱ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته شوې.
وزارت زیاتوي، چې دغه ځمکې په درې قطعو کې شامله ده، چې دوسیه یې څه موده وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له لوري یادې محکمې ته سپارل شوې وه.
د یادونې ده، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد کمېسیون له جوړېدو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکې له غصب خلاصې شوې دي.
