د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولايت د اسماعیل خېل او مندوزیو ولسواليو امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې د يوې انجلۍ له خوښې او رضایت پرته یې د هغې د کور مخ ته د ټوپک هوایي ډزې کړي او غوښتل یې په جبري توګه او د زور له لارې انجلۍ ځان ته په نوم کړي.
سرچينه وايي، امنیتي ځواکونو ياد کس د سرپرست حکومت د مشرتابه د ۳۹۵ ګڼې د هغه فرمان پر اساس نيولی، چې پر ښځو د جبري نکاح مخه ډب کوي.
د خوست امنيه قومندانۍ همدا راز د دې ولايت له اوسېدونکو غوښتي، چې که چېرته کومه کورنۍ له داسې پېښې سره مخ کېږي نو له يوې عرض پاڼې سره دې قومندانۍ ته مراجعه وکړي ترڅو یې امنيتي ځواکونه مخه ونيسي.