د سرپرست حکومت د وياند مرستيال ملا حمد الله فطرت وايي، د خوست ګمرک کارکوونکو په یوه وارداتي بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي سلګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له پاکستان څخه یې هېواد ته راوړي، نيولي.
د نوموړي په وينا، په نيول شويو توکو کې ۲۷۰ کیلو ګرامه باروت، سل کڅوړې ثانیه سوز، ۳۶ کوتيه پټاقۍ او نور چاودېدونکي توکي، چې په ډېر ماهرانه ډول په بایلرونو کې ځای پر ځای شوي و، شامل دي.
ښاغلی فطرت زياتوي، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو پوښتنو او معلوماتو لپاره امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.