د پنجشېر ولایت مقام خبر ورکړی، چې د موف په نوم د یوې موسسې د تازه ارزونو له مخې پنجشېر ولایت د معیاري روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د پنجشېر ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې روغتیایي چوپړتیاوو ته د خلکو لاسرسی ۹۰ سلنې ته لوړ شوی او د دغه ولایت روغتونونه په عصري وسایلو سمبال شوي دي.

په ورته مهال د پنجشېر والي، دا لاسته راوړنه د ګډو هڅو پایله بللې او روغتیا برخه کې یې د ملاتړو بنسټونو د هڅو هرکلی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پنجشېر د پرځول شوي جمهوریت پرمهال یو له هغو ولایتونو څخه و، چې روغتیا برخې ته په‌کې لازمه پاملرنه نه‌وه شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version