د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خير الله خيرخواه په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې له افغانانو سره کتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست د روسیې په سنټ پېټرزبورګ ښار کې د «کلتوري اتحاد» په غونډه کې تر ګډون وروسته په مسکو کې له مېشتو افغانانو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ خیرخواه په دغې کتنه کې ویلي چې، «افغانستان له پنځه لسیزو جګړو وروسته د يو مقتدر مرکزي نظام څښتن شوی، د امنيت، ثبات، يووالي او ورورولۍ له پاره زمينه برابره شوې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او هويت دی.
د خبرپاڼې پر حواله د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي چې، د ملي کلتور پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن یو او همدارنګه له افغان کدرونو چې، د هېواد ملي پانګه ده، غواړي چې، بېرته خپل هېواد ته د خدمت په موخه راستانه شي.