د ۲۰۹ الفتح قولاردو خبر ورکړی، چې د یادې قولاردو ځواکونو نن یکشنبه د سمنګان ولایت په «روی دو اب» ولسوالۍ کې یو شمېر ناقانونه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې څلور میله کلاشینکوفونه، ١٢ صندوقه د راکټ سرګلولې، څلور د راکټ مرمۍ، څلور د هاوان مرمۍ، دوه د «۷۵» مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ او یوه چانټه شامل دي.


