د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې دوه تنه له ۵۸ میله توپنګچو او یوه اندازه مهماتو سره نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، نیول شویو کسانو یادې وسلې په یوه عراده فېلډر موټر کې ځای پر ځای کړې وې او غوښتل یې له پاکستان څخه یې هېواد ته قاچاق کړي.

ملي دفاع وزارت د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم له پاکستان څخه هېواد ته نږدې سل میله قاچاق شوې توپنګچې نیولې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version