
د ملي دفاع وزارت یوې باوري سرچینې له هندوکشغږ سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې افغان چارواکو، امریکا ته د بګرام پوځي هډې د ګډې پلټنې وړاندیز کړی، په کلکه رد کړل.
سرچینې زیاته کړه، چې دغه ډول راپورونه یواځې تبلیغاتي بڼه لري او موخه یې د سرپرست حکومت د وروستیو سیاسي او ډيپلوماتيکو پرمختګونو کمرنګه کول دي.
د سرچینې په خبره، افغان اردو په سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو او څېړنو په برخه کې ساری نهلري او هیڅ اړتیا نهشته چې افغان چارواکي له کوم بهرني هېواد څخه دغه ډول غوښتنه وکړي.
د نویا ګازیتا په نوم یوې روسۍ ورځپاڼې تازه د فراري امرالله صالح د ایکس پاڼې په استناد ادعا کړې، چې افغان حکومت امریکا ته د بګرام پوځي هډې د ګډې پلټنې وړاندیز کړی او په دې سره غواړي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه ذهنیت وربدل کړي، چې په بګرام کې د چینايي پوځیانو د شتون په اړه یې لري. یادې ورځپاڼې په یوه جعلي مکتوب استناد کړی.
دا ادعا داسې مخال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د دغه وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ څخه د ډيپلوماټانو فراغت غونډې ته په وینا کې د بګرام هوایي پوځي هډې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعاوې په کلکه رد کړې.
نوموړي زیاته کړې وه، چې سرپرست حکومت د افغانستان پر یوه لوېشت خاوره بهرنی پوځي حضور نه مني او په دې اړه ان له کوم لوري سره ابتدایي خبرو ته هم حاضر نهدي.
نوموړي همدا راز ویلي و، سرپرست حکومت له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماتیک تعامل کوي او هیڅ ډول نظامي تعامل ته حاضر نه دي.