Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دوبۍ ته د امارتي پلاوي سفر؛ نړيوال غبرګونونه، ناچارۍ او زړه چاودن!
    لیکني

    دوبۍ ته د امارتي پلاوي سفر؛ نړيوال غبرګونونه، ناچارۍ او زړه چاودن!

    صابر افغانصابر افغان6 جون 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغانمتحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر ښاغلي سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو د لوی رئیس ښاغلي عبدالحق وثیق او ورسره مل پلاوي سفر په نړیوالو رسنیو کې غوغا جوړه کړې ده؛ ګڼو نړیوالو رسنیو د افغانستان په تړاو د خپلو خبرونو او راپورونو د سر موضوع همدا سفر ګرځولې ده.

    دغه رسنۍ د یاد پلاوي سفر هک پک کړې او په اړه یې ګڼې پوښتنې کړې دي؛ ځینو پوښتلي څنګه ممکنه ده، چې یو کس چې په سر یې امریکا لس میلیونه ډالره اعلان کړي وي، په ازادانه توګه دوبۍ ته سفر وکړي؟ ځینو بیا ملګري ملتونه ننګولي چې د دوی پر بندیزونو سربېره، څنګه دغه پلاوي تر دوبۍ پورې په ازادانه توګه سفر کړی دی؟ یو شمېر رسنیو بیا د امریکا او ملګرو ملتونو د تورو لېستونو په اړه پوښتنې راولاړې کړي، ځینو نورو رسنیو بیا خپلې پخوانۍ عقدې پاللي او په دې اړه یې له حقیقت ډک څرګندونې کړي، په همدې ډول لسګونه غبرګونونه ښودل شوي، چا عقدې سړې کړي، څوک هک پک دي او څوک بیا په دې اړه له ګېډې تحلیلونه کوي، چې له حقیقت سره په ښکاره توګه په ټکر کې دي.دلته اساسي پوښتنه دا ده چې دا سفر د څه لپاره او څنګه شوی؟ په دې مقاله کې هڅه شوې چې دا پوښتنې په منطقي او مستدلـله توګه ځواب شي.

    پر افغانستان د امریکا او د دوی د متحدینو له برید او اشغال راوروسته، ټوله نړۍ د اسلامي امارت پر خلاف ودرېده؛ د اسلامي امارت د تېر نظام له ړنګولو رانیولې بیا تر نظامي فشارونو، د امارت د چارواکو او افرادو تر زنداني کولو، په تورو لېستونو کې د دوی د نومونو تر اچولو، د دوی پر کورنو تر چاپو اچولو، د دوی د مالونو لوټلو، ډول ډول ظلمونو رانیولې بیا ان تر دې چې د ځمکې مخ د دوی پر وړاندې تور تبخی ګرځېدلی و؛ دغو ټولو فشارونو، ظلمونو، مرګونو او وحشتونو نه د دوی راسخې او متینې ارادې کمزورې کړې او نه یې هم د دوی د مبارزې مخه ونیوله؛ امریکا د اسلامي امارت پخواني لوړ پوړي چارواکي ونیول، د بګرام او ګوانتانامو په څېر په بدنامو زندانونو کې یې واچول، شکنجه یې کړل، ځینې یې شهیدان کړل او پاتې نور یې په تورو لېستونو کې شامل کړل، چې له دې ډلې هم یو یې د اسلامي امارت اوسنی د کورنیو چارو وزیر، ښاغلی سراج‌الدین حقاني دی؛ که څه هم د نوموړي کورنۍ د قربانۍ، ازادۍ او جهاد له کبله د افغانستان په معاصر تاریخ کې زرینه برخه لري، خو په تېره شل کلنه مبارزه کې د ښاغلي حقاني ونډه دومره لویه وه چې ان یوازې د نوم په اورېدو سره به یې د هر ښکېلاکګر، پرديپاله او د دوی لاسپوڅي زړونه لړزېدل؛ امریکا د نوموړي پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه، ملګرو ملتونو په خپل تور لېست کې شامل کړی و، او نورو ټولو اشغالګرو او د دوی ګوډاګیانو د جهاد او مبارزې د دغه اتل د له منځه وړلو او یا نیولو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، خو دوی ټول په خپلو دغو ناوړو هڅو کې ناکام شول، مګر د جهاد او سنګر د دغه اتل مبارزو او سرښندنو ورځ تر بلې د تروږمیو لمنې ټولولې؛ تر دې چې د هغه، د اسلامي امارت د نورو اتلو او مېړنیو مشرانو، کشرانو او مجاهدینو او عام ولس په هلو ځلو او سرښندنو او د لوی رب په نصرت، له شل کلنې مبارزې وروسته د اشغال سیوری ټول شو او پر هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ روڼ لمر راوخوت.

    د اسلامي امارت تر بیا راتګ وروسته که څه هم امریکا، د دوی غربي متحدین، سیمه‌ییز ټوک خواره، د تېرې ادارې زیره خواره او تښتېدلي او نورو کړۍ له اسلامي امارت سره خپله دوښمني ښه په درز کې پالي، خو د اسلامي امارت د چارواکو، ژمنتیا، رښتینولۍ، فعالې ډيپلوماسۍ او د ولس لپاره چوپړ نه یوازې دا چې دا دښمنان ډېر کوچني کړي، بلکې د دوی ټول فشارونه یې بې اغېزې کړي او د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ورځ تر بلې د سوکالۍ، ابادۍ او استقرار پر لور ګامونه اخلي.

    دوبۍ ته د ښاغلي حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر داسې مهال دی، چې پر نوموړي د لس میلیونه ډالرو جایزې اعلان پر خپل ځای دی، تور لېستونه پر خپل ځای دي، د امریکا او ملګرو ملتونو بندیزونه پر خپل ځای دي، خو یو څه چې بدل شوي، هغه دا دي چې اوسنی طالب له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۰ پورې طالب نه دی، اوسنی طالب اوس پیاوړی دولت لري، اوسنی طالب اوس د لسګونه میلیوني ولس هر اړخیز ملاتړ لري، اوسنی طالب اوس د خپل قوت، فعالې ډپيلوماسۍ، سرښندنې او قربانۍ په پایله کې په سیمه او نړۍ کې خپل نفوذ او رسوخ لري او بلاخره اوسنی طالب اوس په چټکۍ سره پر سیمه‌ییز ځواک بدلېدونکی دی.اوس به نو خود د امریکا او یا بل هر فرعوني ځواک زور اوبه کېږي، اوس به د دوی بندیزونه خود بې ګټې کېږي، اوس به خود د دوی سرونه ورځ تر بلې ورته ټيټېږي او اوس به خود د دوی ګوډاګیان او لاسپوڅي هک پک کېږي.

    امریکا هم اوس هغه د ۲۰۰۱ کال امریکا نه ده، د افغانستان شل کلنې جګړې او مبارزې د امریکا زور اوبه کړ، نړیوال حیثیت یې ور خراب کړ او د بوش هغه غرور یې ور مات کړ، چې ویل یې طالب د ځمکې پر ژوندی نه پرېږدم؛ نړیوال نظم په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې دی، امارت د خپلې فعالې او رڼۍ بهرنۍ ډيپلوماسۍ له کبله په سیمه کې اوس یو مطرح ځواک دی او له برکته یې افغانستان اوس د سیمې او نړۍ اساسي محور ګرځېدلی، ټول ورسره د اړیکو جوړولو او پراخولو هڅه کوي او طبیعي ده چې زموږ مشران هم هڅه کوي چې افغانستان له نورو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او نورې اړیکې او تګ راتګ ولري، امارت هڅه کوي چې د امریکا هغه انزوا نوره هم ماته او بې مانا کړي چې په افغانستان کې یې تر شرمېدلې ماتې وروسته په لټه کې وه، د افغانستان پیسې یې ورته بندې کړې، بندیزونه یې پرې ولګول او هڅه یې کوله چې امارت نورې نړۍ ته د یوه ناکام دولت په توګه ور وپېژني، خو هغه چې وايي، لمر په دوو ګوتو نه پټېږي! نړۍ په افغانستان کې روان امنیت، پرمختګ او سوکالي په لوڅو سترګو ویني، نو ځکه هڅه کوي چې ځانونه په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې رامخکې کړي. متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د دغه پلاوي سفر هم د همدې موخې لپاره و.

    هلته د دوبۍ له چارواکو سره د دوو اړخیزو، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، سوداګریزو او نورو اړیکو او راکړو ورکړو پر پراختیا راڅرخېده؛ دا سفرونه به نور هم کېږي او بیا هم د امریکايي طاغوت ټولې هڅې او زور همداسې بې پایلې او بې ګټې وي.

    بله خبر دا چې لېرې نه ده، چې ډېر ژر به همدا چارواکي د ملګرو ملتونو پر ستېج هم د یوه باعزته او ازاد هېواد د استازو په توګه درېږي او خپل ازاد نظر او ازاد فکر به هلته هم بیانوي. ان شاءالله.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي امارت راتګ، د لنډغریزم خاتمه
    راتلونکي مقاله په غزې تړانګه کې تر نیمایي زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.