د اسلامي علماوو د ټولنې عمومي منشي دوکتور علي محمد الصلابي اسلامي امت، د افغانستان اسلامي امارت، او خلکو ته د کډوالو چارو د وزير خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د تسلیت پیغام وړاندې کړی.
دوکتور الصلابي ویلي «د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د ناځوانمردانه شهادت په مناسبت ټول اسلامي امت، اسلامي امارت، او همدا راز ټول افغان ولس ته د زړه له کومې تسلیت وایو».
د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې عمومي منشي دغه راز د شهيد حقاني د کډوالو لپاره د کړو خدمتونو يادونه کړې او ویلي یې دي«شهيد شیخ خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله، هغه د افغان کډوالو د ژوندانه د شرایطو د ښه کولو لپاره ځانګړې هلې ځلې وکړې او د کورنیو او بهرنیو ستونزو د حل لپاره یې له حکومتونو او نړیوالو ادارو سره همکاري وکړه».
دوکتور الصلابي همدا راز د شهيد حقاني شخصيت ته په اشارې ویلي «مرحوم یو هوښیار او بصیرت لرونکی شخصیت و، چې د اسلامي ارزښتونو په ساتنه او د مظلومانو په ملاتړ کې یې بېساري خدمت کړی دی».