Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د هېواد د ژغورنې، که د بربادۍ مجمع!؟
    تورې څېرې

    د هېواد د ژغورنې، که د بربادۍ مجمع!؟

    صابر افغانصابر افغان12 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تبعید ټلواله په بهر کې د ملي مجمع په نامه؛ له یو ځای کېدو وړاندې د پاشل کېدو له نظرونو او فکرونو سره مخ وه، په دې مجمع کې راټول شوي زاړه او له کاره لوېدلې څهرې، یو او بل ته د کتلو سترګې نه لري. دوی یو او بل تر اولس په خپلو کې ښه سره پېژنې، د دوی خبرې او نظرونه د یو او بل په حق کې تش تورونه نه، بلکې تاريخي حقايق دي.

    د نوې جوړې شوې مجمع غړي د جمهوریت پر مهال یو د بل رقیبان پاتې شوې دي، دوی په خپلو منځونو کې د قوم، قبيلو او سمتونو په اساس په سیمه ییزو دیکتاتورانو اوښتي وو او کلونه، کلونه یې یو د بل په راپرځولو پسې هڅې کولې. افغانان له دغه جنګ سالارانو بېزاره دي او دغه مفسدین د هېواد د ټولو بدبختیو عاملین ګڼي.

    د دوی سیاست له دغه پرته بل څه نه شي کېدلی “چېرته چې ښه، هلته شپه”؛ نوموړي احزاب او بدنامې څهرې د خپلو ګټو پر محور له یو بل سره بیا، بیا دوستان او دښمنان شول او په ځلونو، ځلونو یې خپل سیاسي لید لوری بدل کړ.

    د ژغورنې مجمع له جوړېدو وروسته د شر او فساد له جملې څخه تورن اسماعیل خان؛ ډېر ژر د مجمع په بل غړي حنیف اتمر باندې داسې تورونه پورې کړل، چې د ده په حق کې تر ډېره دروغ نه بلل کېږي. هغه وویل: اتمر تل یو ډېر فرېبکاره انسان و او یوازې یې د خپلو ګټو لپاره کار کاوه، حتی قومیت او ملت یې هم د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالول او په کنایوي ډول يې د اتمر پر وړاندې خپل پخوانی نظر هم څرګند او هغه يې د انګلستان اجنټ معرفي کړ.

    دا او دې ته ورته مجلسونه ټلواله نه بلکه یوازې یوه آنلاین غونډه ده، چې نه یې عملي اغېز درلود، او نه به یې ولري. په دې زوم کال غونډه کې، اکثره د غونډې د غړو ترمنځ د عقدو او سیاسي اختلافاتو څرګندونې وشوې، دوی په ډېر ښکته موقف کې قرار لري، هېڅ نه پوهېږي چې له کومې حربې، حیلې او چل څخه کار واخلي، ترڅو خپل لوېدلی برم او عزت یو ځل بیا اعاده کړي.

    د دوی سابقې ته په کتو د افغانانو تر منځ هېڅ مثبت نظر وړاندې نه شو، حتی B.B.C هم له منفي نظرونو څخه جوړ شوی یو اوږد او تفصيلي راپور ورباندې خپور کړ. په داسې حال کې چې د دوی له B.B.C څخه دا تمه نه وه؛ مګر لکه څنګه چې په افغاني ټولنه کې دوی رټل شوي او منفور ګرځېدلي دي، همداسې له هېواده بهر هم نور پردیو ته د کار وړ نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهدوکتور علي الصلابي: شهيد حقاني د اسلامي ارزښتونو په ساتنه او د مظلومانو په ملاتړ کې بې ساری خدمت کړی
    راتلونکي مقاله د خيالي استادانو او محصلانو درلودلو له امله د هېواد د يوولس خصوصي پوهنتونونو جوازونه لغوه شول

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مې 2026

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د ياد وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال…

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    1 مې 2026

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،161 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.