
د پاکستان پوځي رژیم امنیتي ادارو منلې، چې نن (سهشنبه) سهار د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ په درابن سیمه کې د یاد رژیم د عسکرو پر لېږدوونکي بس بمي برید شوی.
ویل شوي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۶ پاکستاني عسکر ټپیان شوي، چې د درېیو تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د برید مسئولیت کومې ډلې نهدی منلی؛ خو تر دې وړاندې د ورته ګڼو بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ پر غاړه اخیستی دی.

