‏د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د بدخشان ولايت د احصائيې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټولييز ډول ۱۰۸ زره او ۵۲ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې، په دې خدمتونو کې ۴۱ زره او ۷۹۷ برېښنايي پېژندپاڼې، ۴۷ زره او ۶۸۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۴ زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه، ۳۳۶ د مړینې پاڼې او درې زره ۷۵۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version