د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۳ سلنه کموالی راغلی دی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، د لگښتي توکو د بیو شاخص د میاشتني پړسوب کچه د روان کال په وري میاشت کې ۰,۹ سلنه لوړوالی ښيي.
دغه لوړوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوړیو، سابو او مصالو) او په غیر خوراکي توکو (د جامو او کور وسایلو) د شاخص د بیو د لوړوالی له امله دی.
همدارنګه د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې ټکي په ټکي پړسوب د پرو سږ کال د همدې میاشتې په پرتله ۶,۳ سلنه کموالی ښیي.
د خبرپاڼې له مخې، د غوښې په بیو کې ۳,۴ سلنه، مېوو ۰,۹ سلنه او د نوشابو په بیو کې ۲,۶ سلنه دی، خو د غیر خوراکي توکو په بیو کې ۱,۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په جامو کې ۶,۲ سلنه او د کور وسایلو کې ۳,۳ سلنه زیاتوالی څرگندوي.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ منځنی ارزښت ۷۱,۸ افغانۍ و، په داسې حال کې چې د سلواغې په میاشت کې دا ارزښت ۷۲,۱ افغانۍ و.
که د پرو سږکال له ورته دورې سره پرتله شي د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې ۱۷,۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
که څه هم یاده اداره د خوراکي توکو په بیو کې د کموالي خبره کوي، خو په بازارونو کې د خوراکي او ناخوراکي توکو بیې ثابتې نه دي او هر ساعت ښکته پورته کېږي.