Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»اسلامي امارت د غزې پر رفح ښارگوټي د صهیونیستي رژیم برید غندلی
    منځنی ختیځ

    اسلامي امارت د غزې پر رفح ښارگوټي د صهیونیستي رژیم برید غندلی

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان اسلامي امارت د غزې پر رفح ښارگوټي د صهیونیستي رژیم برید غندلی دی.

    د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، رفح ښارگوټی چې د غزې په جنوب کې وروستی ښار دی او د تېرو شپږو مياشتو جگړو او بمباريو له کبله د غزې له شمال، مرکزي غزې او خان يونس څخه تر ۱.۴ مېلیونه بې‌کوره شوي فلسطیني مسلمانان پکې په خورا بدو شرايطو کې مېشت شوي او په وېره کې ژوند کوي.«اوس يو ځل بيا د صهیونیستي رژیم یرغلگرو ځواکونو د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف په ستر جنايت لاس پورې کړی او پخپلو بې‌رحمانه بمباريو يې بې‌گناه فلسطيني مسلمانان هدف گرځولي، د افغانستان اسلامي امارت دغه عمل جنگي جنايت او د فلسطيني مسلمانانو ټولوژنه بولي او یو ځل بیا په اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دې ناورين مخه ونيسي او له هرې ممکنه لارې دې هڅه وکړي چې د غزې محاصره مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسېږي.»

    د اعلامیې له مخې، له بده‌مرغه تر دې مهاله سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونه‌توانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم له‌خوا د فلسطینیانو د نسل‌وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو وحشي بمبار او ځمکني اشغال ته ادامه ورکړي.

    د اسرائیلو صهیونیستي رژیم له پرون راهیسې د غزې پر رفح ښارگوټي ځمکني بریدونه پیل کړي، چې له امله یې گڼو خلکو ته پکې مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

    مخکینۍ مقالهپه افغانستان کې د مالیزیا سفیر د دیني مشرانو په نړیواله غونډه کې گډون کړی
    راتلونکي مقاله د احصایې اداره: تېره میاشت د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۳ سلنه کموالی راغلی

    مربوطه لیکنې

    اسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی

    3 جون 2026

    اسرائيلو د لبنان په سويل کې اشغال ته پراختيا ورکړې

    3 جون 2026

    د ټرمپ او نتنياهو وروستۍ ټيليفوني اړيکه په تونده لهجه‌ او بدو الفاظو ترسره شوې

    2 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 3 جون 2026

    اسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو منتقدینو ويلي، چې…

    کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او خلکو د خونديتوب په موخه ۶ هوايي پلونه جوړ شوي

    3 جون 2026

    زيلينسکي له امريکا څخه د نويو پاتريوت‌ دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې

    3 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيلي فعالان وايي نتنياهو د اسرائیل واک ډونالډ ټرمپ ته سپارلی

    3 جون 2026

    کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او خلکو د خونديتوب په موخه ۶ هوايي پلونه جوړ شوي

    3 جون 2026

    زيلينسکي له امريکا څخه د نويو پاتريوت‌ دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې

    3 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،205 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.