Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د احصایې اداره: پرو سږکال ۳ مېلیونه خلکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې
    افغانستان

    د احصایې اداره: پرو سږکال ۳ مېلیونه خلکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

    صابر افغانصابر افغان26 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۲ل کال کې یې د ټول هېواد په کچه د اسان خدمت او برېښناپېژندپاڼو د ۷۶ وېش څانگو له لارې ۳ مېلیونه او ۱۲۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي، چې له دې ډلې یې ۲ مېلیونه او نږدې ۶۸ زهر نارینه او یو مېلیون او څه باندې ۵۶ زره ښځینه‌وو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پرو سږکال تر ټولو ډېرې وېشل شوې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل کې دي، چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسېږي. تر کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننگرهار کې شاوخوا ۱۶۲ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

    د خبرپاڼې له مخې، همدا راز په کندهار کې د ۱۵۵ زره برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو تر کابل، هرات، بلخ او ننگرهار ولایتونو وروسته تر ټولوډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

    د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل را په دېخوا تر اوسه نږدې ۱۲ مېلیونه او ۹۰۰زره هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي چې په دې کې ۷ مېلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ مېلیونه او ۴۰۰ زره ښځینه‌وو ته وېشل شوي دي.

    که څه د احصایې ملي اداره په یو کال کې د ۳ مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو خبره کوي؛ خو خلک لا هم له دې ادارې څخه شکایتونه کوي، چې چارې یې ډېرې ورو او ان په میاشتو میاشتو کې هم نوبت نه ورځي.

    څو کاله وړاندې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه؛ خو اوس یادې ادارې د یوې پېژندپاڼې بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ۷۰۰ افغانیو ته پورته کړې ده.

    خلک د احصایې له ادارې څخه غواړي چې د کارکوونکو شمېر ډېر کړي او په لنډ وخت کې دې خلکو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې د نیمه قیمتي ډبرو د پلور بازار پرانیستل شو
    راتلونکي مقاله تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

    مربوطه لیکنې

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    12 اگست 2026

    د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر محتسبينو په تېرو پنځو کلونو کې له اته زرو زیات کوډګران نیولي

    12 اگست 2026

    په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند شاخوا ۱۵۰ زره قضیې حل شوې

    12 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اگست 2026

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيكو او مطبوعاتو رئيس عبدالرحیم راشد هندوکش غږ ته…

    د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر محتسبينو په تېرو پنځو کلونو کې له اته زرو زیات کوډګران نیولي

    12 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سترې محکمې تېر کال د ښځو د حقونو اړوند ۱۵ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    12 اگست 2026

    د امر بالمعروف او نهی‌ عن المنکر محتسبينو په تېرو پنځو کلونو کې له اته زرو زیات کوډګران نیولي

    12 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،123 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.